د سعودي عربستان د النصر/ الهلال او د فرانسې د پاریسن جرمن لوبډلو ترمنځ د نن شپې د کېدونکې لوبې یو ټکټ په ۱۰ میلیونه ریاله چې ۲.۶ میلیونه ډالره کېږي، پلورل شوی دی.
د سعودي عربستان د تفریحي چارو دولتي ادارې ویلي، د یادې لوبې یو ځانګړی ټکټ یې داوطلبۍ ته وړاندې کړی و چې په ۲.۶ میلیونه ډالرو پلورل شوی دی.
د یادې ادارې په وینا، دغه ټکټ یوه سعودي سوداګر مشرف الغامدي پلورلی دی. د یاد ټکټ پلورونکی به له لیونل مسي او رونالډو سره د انځور اخیستلو سربېره له دواړو لوبغاړو سره د خبرو اترو فرصت هم ولري.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بلخوا د پاریسن جرمن لوبډلې بیا ویلي چې د یادې لوبې د کتلو لپاره په انلاین بڼه د دوو میلیونه ټکټو غوښتنه شوې وه. دغه کلب همداراز ویلي چې له یادې کېدونکې لوبې یې تراوسه ۱۰ میلیونه یورو ترلاسه کړي دي.