د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر ایکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا سره ليدلي او د افغان کډوالو، کورنيو بیځایه شوو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه یې خبرې کړي.
د یوناما مشرې له کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړ او ویلي، د دې برخې لپاره به لا ډېر مالي امکانات راجلب کړي.
هغې هیله وښوده چې له کډوالو سره د مرستو کچه لوړه شي او په وینا یې هڅه کوي اسلامي امارت سره په شریکه د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې لپاره اغېزمن کار وکړي.
همدارنګه هغې په بیلابیلو برخو کې له اسلامي امارت سره پر سیاسي خبرو او بحثونو ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه چې د بحث وړ مسایل باید د ځانګړو لارو چارو پرمټ حل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مولوي عبدالکبیر هم دغه ناسته کې وویل، کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د ویش لړۍ روانه ده او تردامهاله ۵۸ ښارګوټي کډوالو ته په پام کې نیول شوي
هغه کډوالو ته د مرستو کچې پر لوړیدو ټینګار وکړ او وې ویل، د ملګرو ملتونو سازمانونه دې د ښارګوټو روغولو کې ونډه واخلي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې چې اسلامي امارت له نړۍ سره د خبرو پلوي کوي او د شریعت په رڼا کې له ټولو اړخونو سره تعامل ته چمتو دی.



