Asset 1SWN

د مولوي عبدالکبیر او د قطر شارژدافیر لیدنه؛ راستنېدونکو سره د مرستو په ډېرولو خبرې شوي

9HYZDhJGlgzoQuUZNNK5UVuwyutZ6x-meta2YLYt9ixINmE2Ycg2LHYp9iz2KrZhtuQ2K_ZiNmG2qnZiCDYp9mB2LrYp9mGLmpwZw==-

کابل کې د قطر سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه سفارت شارژدافیر میردف بن‌علي القاشوطي د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر سره لیدلي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د مرستو ډېروالي پر لارو چارو خبرې شوي.

کابل کې د قطر سفارت داسې مهال بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو زیاتولو ډاډ ورکړی چې دامهال له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدنې لړۍ دوام لري او په تېرو څو ورځو کې تر زرګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د اسلامي امارت سرپرست حکومت هم د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه برابرولو برخه کې د پوره چمتووالي خبر ورکړی او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې کډوالو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د روانې اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ايستلو بهیر پېل کړ.

اسلامي امارت په دې اړه څو ځلې پاکستاني لوري سره خبرې کړي چې ظاهرا یې کومه پایله نه‌ده ورکړې او هغوی د کډوالو د ایستلو بهیر روان ساتلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام