Asset 1SWN

سلام وطندار

مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر شو

Massoud-Bezikian-qqp1cnf0p6r2si562cwdld00h61rrjonwy5exyscco

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ټاکنې پرون (د چنګاښ پنځلسمه، د جمعې ورځ) وشوې چې په پایله کې یې مسعود پزشکیان د څه باندې شپاړلس میلیونه رایو په ګټلو سره د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ایران د ټاکنو بنسټ ویلي چې مسعود پزشکیان د ټاکنو په دویم پړاو کې د څه باندې ۳۰ میلیونه حساب شویو رایو له ډلې څه باندې ۱۶ میلیونه رایې خپلې کړې دي.

د ایران د ټاکنو بنسټ ویاند محسن اسلامي په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې: «پر دې بنسټ، ښاغلی پزشکیان د ولسمشريزو ټاکنو څوارلسم ولسمشر بلل کېږي.»

د یاد بنسټ په خبره، په دویم پړاو ټاکنو کې د مسعود پزشکیان سیال سعید جلیلي څه باندې دیارلس میلیونه رایې ګټلې دي.

د ایران د ټاکنو بنسټ د شمېرو له مخې، د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په څوارلسمه دوره کې ۴۹ سلنه ایرانیانو ګډون کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که څه هم د ایران ولسمشريزې ټاکنې په ۲۰۲۵ کال کې کېدې، خو د دغه هېواد مخکیني ولسمشر سیدابراهیم رییسي د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې ژوند وبایله او همدا لامل و چې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره له وخته مخکې ټاکنې وشوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام