د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل کې نن لکناو سوپر جاینټز لوبډله له ګجرات ټایټنز سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واجپای اکانا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.
افغان لوبغاړي راشدخان او کریم جنت له ټایټنز لوبډلې سره لوبېږي. که څه هم تراوسه کریم جنت ته د لوبېدو چانس نهدی ورکړل شوی، خو راشدخان په شویو ټولو لوبو کې له یادې لوبډلې سره لوبېدلی دی.
ګجرات ټایټنز لوبډله دا مهال د روان لیګ د لوبډلو جدول کې لومړی ځای لري. دې لوبډلې له پنځو سیالیو څلور ګټلي او یوه یې بایللې چې په اتو امتیازونو جدول کې تر ټولو مخکښه لوبډله ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا لکناو لوبډلې بیا په کړیو پنځو سیالیو کې درې ګټلي او دوه یې، بایللې دي. یاده لوبډله د سیالیو جدول په شپږم ځای کې شتون لري.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو سیالیو کې لکناو یوازې یو ځل ټایټنز ته ماته ورکړې او پاتې څلور لوبې یې ورته بایللې دي.