Asset 1SWN

د لوګر د ازرې ولسوالي لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شوه

-۰-۰------

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت لرې‌پرتې سرحدي ولسوالي ازرې لویه لاره چې یوه اوونۍ وړاندې د واورې اورښت او برف‌کوچونو له امله تړل شوې وه، بېګاه شپه د ټرافیکو پرمخ بېرته پرانېستل شوه.

د دغه ولایت والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلام‌وطندار ته وویل، د ازرې لویه لاره د ټولګټو ریاست او یوه خصوصي شرکت په همکارۍ بېرته پرانېستل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، یاده ولسوالي ته د ولایت مقام مرستیال په ګډون یوه پلاوي هم سفر کړی او د لویې لارې د پرانېستلو سربېره د ازرې ولسوالي د خلکو ستونزې هم له نږدې څېړې او د حل مناسبې لارې چارې به ورته لټوي.

هغه وایي، د ازرې لویه لاره له مرکز پل‌علم سره ځکه په ځنډ پرانېستل شوه چې یادې ولسوالي ته غځېدلی سړک خام او د یاد سړک په اوږدو کې زیاته واوره شوې ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هېره دې نه وي چې د لوګر ازرې ولسوالي- مرکز پل‌علم لویه لاره په داسې حال کې د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شوې چې د دغه ولایت د خروار لویه لاره د «التمور کوتل» سیمه کې د ۵۰۰ متره په اوږدوالي د زیاتې واورې اورښت او برف‌کوچ راتلو له امله د خلکو د تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام