Asset 1SWN

د اسلامي امارت مشر: علما سیاست کې هم مسوولیت لري

شیخ هبت‌الله اخندازاده

د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده کندهار کې د مدرسو استادانو او مسوولانو ته په جوړ شوي یو ورځني سیمینار کې ګډون او وینا کړې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې شیخ‌هبت‌الله اخندزاده تېره ورځ (یکشنبه، جوزا ۲۵) دغه سیمینار ته ویلي، علما یوازې د انفرادي عباداتو لپاره نه‌دي، بلکې په سیاست کولو هم مکلف دي.

د هغه په وینا، علما به د ولس ټولنیز او سیاسي مسایل پر مخ وړي، جهاد به کوي، شریعت به نافذوي، د خلکو ترمنځ به قضاوت کوي او د هغو شخړې به حل کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسلامي امارت مشر یاد سیمینار کې د علم په ارزښت هم خبرې کړي او زیاته کړې چې د خلکو اصلاح په علم سره ده او د شریعت اقامه د دیني علومو په احیا سره کېږي.

شیخ‌هبت الله اخندزاده د مدرسو استادانو ته خطاب کې ویلي، د زده‌کوونکو د ښوونې او روزنې، عقیدې، فکر او ذهن جوړولو کې دې ډېر کوښښ وکړي.

د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده تر دې وړاندې د کابل ملکي او نظامي ادارو مسوولانو ته یو ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې وینا کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام