ټاکل شوې چې نن چهارشنبه، سلواغې ۱۷مه د کمال خان بند د سرپرست حکومت د یوشمېر لوړوپوړو چارواکو له لوري ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کمال خان بند د اوبو مدیریت لپاره حیاتي رول لري او د کرنې پراختیا ترڅنګ، د هېواد اقتصادي ودې او پرمختګ برخه کې مهم ګام شمېرل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې بند په پرانېستلکېدو سره به د سیمو اوسېدونکو ته د کرنې، اوبولګولو او برښنا تولید برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.
کمال خان بند د نیمروز مرکز ۹۵ کیلومټرۍ او د چهاربرجک ولسوالي په ۱۸ کیلومټرۍ کې موقعیت لري چې د هېواد له مهمو او سترو پروژو بلل کېږي.