Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل ښاریان: د واټونو پر غاړه د خوړو او څښاک تیاروونکي روغتیا ته پام نه کوي

3-2-5

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د واټونو پر غاړه د خوړو او څښاک تیاروونکي روغتیايي ټکي په پاک کې نه نیسي او یوازې خپلې ګټې وټې ته یې پام دی. دوی پر هغو کسانو هم نیوکې کوي چې د یادو خوړو او څښاک وضعیت ته له پام پرته ورځي او هغه خوري یا یې هم څښي.

په دغو سیمو کې یوه هم د کابل ښار د اتمې ناحیې د سیدنورمحمد شاه مېنه (کارته‌نو) دی. په دې سیمه کې د تازه مېوې د بېلابېل ډوله جوسونو جوړولو او د سمبوسو، پکوړو او پیرکیو پخولو لسګونه کراچۍ د پلې لارې پر سر ولاړې دي، خو لاره د خلکو پر مخ تړلې او سیمه هم له چټلیو ډکه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په دې سیمه کې د هرې کراچۍ مخې ته داسې ناپاکه لوښي هم پراته دي چې څو څو ځله په‌کې خواړه خوړل شوي، خو مینځل شوي نه‌دي.

ګلاب او حمید د همدې سیمې اوسیدونکي دي. دوی وايي، په یاده سیمه کې پخېدونکي خواړه د خوړو نه‌دي او د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي. دوی زیاتوي:

«له روغتیايي اړخه دغه خواړه سم نه‌دي. له یوې خوا دود دی او هوا هم ډېره ککړه ده. له عامې روغتیا څخه غواړو چې دغو خوړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.» «کومې کراچۍ چې پر واټونو خواړه پلوري، پاکوالی په پام کې نه نیسي. کراچۍ یې چټلیو ته نږدې درولي او زاړه غوړي هم کاروي.»

د دوی په خبره، خلک ځکه دغو خوړو ته زړه ښه کوي چې د واټ پر سر په کمه بیه ورته رسېږي.

بله‌خوا د پیرکیو او شربت پلورونکي وايي چې کار یې ښه جوړ دی او د ورځې شاوخوا دوه سوه پېرودونکي لري. رفېع‌الله او فریدون که څه هم روغتیايي ټکي په پام کې نه نیسي، خو وايي، هڅه کوي چې پاکي په پام کې ونیسي او په وینا یې، اوس له خپل کاره خوشحاله دي.

دوی زیاتوي: «د ورځې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ قابونه پېري. موږ هم هڅه کوو چې پاکوالي ته پام وکړو.» «غوړي لوړ شوي، یو من کچالو په ۱۸۰ شوي؛ نو ځکه لږ سخته ده. پېرودونکي ډېر دي او د ورځې ۲۰۰ پېرودونکي لرو. دغه ده پیرکیو ته مو ښيښه ايښې چې خاورې پرې ونه لوېږي.»

خو ډاکټران خبرداری ورکوي چې مېکروبي ناروغۍ د ناروغتیايي خوړو له لارې د انسان وجود ته ننوځي. د کابل په وزیر محمداکبرخان روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سیدفرید وايي:

«ډېری انتاني ناروغۍ همدا د واټونو د سر خواړه لېږدوي. د بېلګه په توګه، اېچ‌پایلوري، محرقه، ویروسونه او پارازیټونه چې د ککړو او څو ځله کارېدونکو پیالو او لوښو له لارې لېږدول کېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښاروالي بیا وايي چې هڅه کوي، څو په ښار کې د واټونو پر سر د خوړو پخوونکو د څارنې په اړه خپله نوې تګلاره عملي کړي. د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزي سلام‌وطندار ته ویلي: «په دې برخه کې طرزالعمل جوړ شوی او له وروستي کېدو وروسته به د لایحې له مخې، له دغو پلورونکو جوازونه غواړو. د دې لپاره چې زموږ څارنه قانوني شي، موږ ورته طرزالعمل جوړ کړی دی.»

په کابل او ولایتونو کې د واټونو پر غاړه د خوړو او څښاک پېر او پلور کومه نوې خبره نه ده. بلکې له کلونو راهیسې دا چاره پر یوه دود اوښتې او روغتیايي ټکو ته په‌کې هېڅ پاملرنه نه کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام