د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو ولسوالیو د کبډي لوبډلو ترمنځ د «رمضان جام سیالي» په نوم لوبې پیل شوې چې ۲۲ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې د یاد ولایت ورزش امر ابوجامي د یاد کلب مسوول اللهنظر نظري او یوشمېر نورو چارواکو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه کلب مسوول اللهنظر نظري دې مراسمو ته وویل چې پیل شویو سیالیو کي د لښکرګاه په ګډون د نادعلي، مارجې، ګرشک، ناوې، نوزاد، باباجي، سنګین، ګرمسېر ولسوالیو او بُست پوهنتون لوبډلې به د یوه بل پر وړاندې ولوبېږي.
نوموړي د هلمند پر سوداګرو غږ وکړ چې د یادو سیالیو مالي ملاتړ وکړي او لوبغاړي تمویل کړي، څو له ناوړه کړنو راوګرځي.
د کبډي په یادو سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي هم له مسوولانو غوښتنه لري چې دغه ولایت کې د یادې لوبې معیاري کولو لپاره زمینه برابره او راتلونکې کې هم ورته سیالي جوړې کړي.
د کبډي رمضان جام پیل شویو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د نوزاد ولسوالي او بُست پوهنتون لوبډلو ترمنځ وشوه چې نوزاد لوبډلې ۴ـ۱ پر وړاندې بُست پوهنتون ته ماته ورکړه.