Asset 1SWN

سلام وطندار

جاپان د ساري ناروغیو مخنیوي لپاره افغانستان سره اووه میلیونه ډالر مرسته کړې

Japan signing 02

جاپان له افغانستان سره د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې شاوخوا اووه میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.

د دغې مرستې هوکړه‌لیک «یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه» کابل کې د جاپان سفیر او د روغتیا نړیوال سازمان د استازیو ترمنځ لاسلیک شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې د جاپان سفارت مسوولان وايي، په دې مرستې سره به د روغتیا نړیوال سازمان او شریکان به یې وکولای شي چې د تشخیصي او کلینیکي خدمتونو کچه لوړه کړي.

د دوى په وينا، د دې مرستو موخه افغانستان کې د کویډ۱۹، شري، تنفسي، کانګو او نورو ساري ناروغيو له امله د مړينې کچه راټيټول دي.

کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا وویل: «په دې اووه میلیونه ډالرو مرستې سره به، جاپان د یوه کال لپاره له دوو دولتي روغتونونو، انتاني او افغان جاپان روغتون ملاتړ وکړي، د دغو مرستو موخه افغانستان کې د ساري ناروغانو د مړینې کچه راټیټول دي او دا مرستې به دوام ولري.»

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان وایي، له دې مالي مرستې سره به افغانستان کې د ۷۶زرو ناروغانو د درملنې زمینه برابره شي.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر لو دوپینگ وویل: «موږ د دې مرستو په خاطر له روغتیا نړیوال سازمان څخه مننه کوو. د دوی مرستې به روانې وي، د دغو مرستو له لارې به مونږ د ۷۶زره ساري ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړو.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د جاپان سفارت د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې افغانستان سره ۴۴۷ میلیونه ډالره مرسته کړې‌ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام