Asset 1SWN

سلام وطندار

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ په یوه ورځ تر ۱۰۰ډېر فلسطینیان وژل شوي

غزه وژل شوي

اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی او یوازې تېره ورځ جمعه دغو بریدونو کې ۱۰۶ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

الجزیرې خبري شبکې نن (شنبه، اسد ۱۱) راپور ورکړی چې ۱۲ کسان هغه وخت ووژل شول او ۹۰ نور ټپیان شول کله چې اسراییلي ځواکونو هغه ملکي وګړي په نښه کړل چې د غزې ښار جنوب لوېدیځ کې د مرستو لپاره راټول شوي وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د غزې د روغتیا وزارت په وینا، دوه ماشومان او یو کس بیا د “قحطۍ او خوارځواکۍ” له امله مړه شوي دي چې په دې سره غزه کې د لوږې له امله د مړو شمېر ۱۶۲ ته ورسېد چې ۹۲ یې ماشومان دي.

د راپور پر اساس، نن شنبې په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ فلسطینیان وژل شوي چې ۱۲ یې مرسته غوښتونکي دي.

د غزې پر وړاندې د اسراییل جګړه کې لږ تر لږه ۶۰ زره او ۳۳۲ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۴۷ زره زیات ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام