Asset 1SWN

سلام وطندار

پر غزه د اسراییلو بریدونه؛ دیرالبلاح کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۷۰ ټپیان دي

gazacity_101323ap

د اسراییلي ځواکونو له لوري پر غزې د وژونکو بریدونو پر دوام تازه د غزې په «دیرالبلاح» کې د بریدونو پر مهال ۲۵ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

الجزیزې خبري شبکې نن «شنبه، فبرورۍ ۲۴مه» په یوه راپور کې ویلي چې بریدونه نن سهار شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې ویل شوي چې دغه بریدونه دیرالبلاح کې پر هغو کورونو شوي چې د فلسطین له نورو سیمو، دغلته بې‌ځایه شوې دي. په برید کې ډېری وژل شوي او ټپیان شوي، مېرمنې او ماشومان دي.

د راپور له مخې، دې کورونو کې شاوخوا ۱۲۰ کسان اوسېدل چې د شوي برید له امله، ۲۵ کسان په‌کې وژل شوي او تر ۷۰نور ټپیان دي. چارواکو د قربانیانو د شمېر لوړېدو په اړه وېره ښودلې.

له دې بریدونو یوه ورځ وړاندې هم دیرالبلاح کې د شویو بریدونو له کبله ۴۰فلسطینیان وژل شوي وو.

غزه کې د دولتي رسنیو دفتر «پنج‌شنبه، کب درېیمه» په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، د غزې پر مرکزي برخه د «دیرالبلاح» سیمه کې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا روان «وحشیانه قتل عام» تر سلو ډېر کسان ټپیان کړي چې په وینا یې، د قربانیانو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ د امریکا حکومت او نړیواله ټولنه په تېره بیا اسراییل د دې روانو جنایتونو په بشپړ ډول مسوول بولو او پر ازاده نړۍ غږ کوو چې ژر تر ژره د تباهۍ دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي چې د اسراییلو پوځ د ملکي خلکو پر ضد پیل کړې.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

غزه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، پر غزې د اسراییلو د برید راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۲۹زره فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام