د اسراییل مرکزي بانک اعلان کړی چې غزې سره د جګړې او له لبنان سره د شخړو له امله د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې یې اقتصاد ته تر ۵۷ میلیاردو ډالرو زیات زیان اوښتی دی.
د بلومبرګ د راپور له مخې چې دوشنبه، د مارچ ۲۳مه خپور شوی، د اسراییل مرکزي بانک ویلي چې د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې اقتصادي زیان یې، د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۸.۶ سلنه جوړوي. دا زیانونه تر ډېره د غزې په جګړه او له لبنان سره په نښتو پورې تړاو لري.
راپور زیاتوي چې په تېرو دوو کلونو کې د اروپایي ټولنې له اتو هغو هېوادونو سره د اسراییل صادرات کم شوي چې پر تلابیب یې زیاتې نیوکې کړي، خو په ورته وخت کې له یوشمېر نورو هېوادونو سره یې سوداګري زیاته شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته د اسراییل د جګړې کابینې د ۲۰۲۶کال بودیجه هم تعدیل کړې او د پوځي لګښتونو د پوره کولو لپاره یې ۱۳ میلیارد ډالر اضافي بودیجه منظور کړې ده.
دغه راپور له ایران سره د روانې جګړې اقتصادي اغېزې نه دي شاملې کړي؛ هغه جګړه چې اوس څلورمې اوونۍ ته داخله شوې او پهکې د اسراییل هوايي بریدونه او د ایران متقابل ځوابونه روان دي.
د یادونې وړ ده چې اسراییل د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې پر غزې بریدونه پیل کړي چې له امله یې له ۷۲زرو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي، شاوخوا ۱۷۲زره نور ټپیان شوي او نږدې ۹۰سلنه ملکي زیربناوې ویجاړې شوې دي.