Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلامي امارت: له افغان خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ نشته

ARG-222-psycjb84rwihwfplg3vp364gejijjzkm1jwvou6iyw

که څه هم دې وروستیو کې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی، خو د سیمې یوشمېر هېوادونه لاهم افغانستان کې د ترهګرۍ شتون څخه اندېښنه ښيي.

د دغو اندېښنو پر دوام د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې مرستیال روسلان سیسمبایف د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې ویلي، افغانستان کې د داعش خراسان څانګه د ځواکمنیدو په حال کې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړې چې داعش ډله افغانستان کې د خپلو جنګیالیو شمېر له ۵۰۰ څخه ۶ زرو ته لوړ کړی او دا وضعیت د سیمې هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کولای شي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې د مرستیال دغه ادعا ردوي او وایي، له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته کوم ګواښ نشته.

هغه په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «وضعیت د ا.ا تر کنټرول لاندې دی او تر بل هر وخت افغانستان کې امنیت دی او افغان خاوره امن ده، نو په دې اړه چې کومې څرګندونې کېږي، د ناسمو معلوماتو له امله دی او اسناد او شواهد نشته.»

د قزاقستان د ملي امنیت د کمېټې مرستیال همدارنګه ویلي، افغانستان کې ترهګري به د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو اقتصادي پروژو پر وړاندې خنډ رامنځته کړي.

په همدې حال کې د چارو یوشمېر کارپوهان وایي، د اسلامي امارت جدي ایډیالوژیکي اقدامات او د القاعدې په څېر ځینو ډلو سره یې پخوانۍ اړیکې د دې لامل شوي چې دغه هیوادونه افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت پر څرګندونو باور ونه کړي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وویل: «ځینې هېوادونه چې اندېښنه لري، د ا.ا د فکر په اړه دی، د ا.ا حکومت د نجونو زده‌‌کړو او د ښځو کار حق نه ورکړې او دې ورته نورو پرېکړو له اندېښنه لري او ورته پیدا کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د «CNN» خبري شبکې د امریکا د دوو جګپوړو استخباراتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې افغانستان کې د القاعدې د بیا فعالېدو امکان نشته.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام