Asset 1SWN

اسلامي امارت: افغانستان کې داعش په بشپړه توګه له‌منځه تللی

1403011716531331829756304

د سرپرست حکومت مسوولان په افغانستان کې د داعش په اړه د یوشمېر هېوادونو اندېښنو ته په غبرګون کې وايي چې داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه له‌منځه وړل شوی دی.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي، ا.ا هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په جدي او قوي مبارزې سره داعش له‌منځه تلو په حال کې دی.

نوموړي همداراز هغه ټولې ادعاوې رد کړې چې ګواکې له افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه دی. «افغانستان کې د داعش پدیده په بشپړه توګه له‌منځه تللې. د امارت له راتګ وړاندې دا ډله افغانستان کې زیاته وه او د امارت دفاعي او امنیتي ځواکونو د دې ډلې پروړاندې جدي او قوي مبارزه کړې او دا د له‌منځه تلو په حال کې ده.»

د امریکا د دفاع وزارت او د برتانیې د کورني امنیت مشر د سه‌شنبې په ورځ ویلي، افغانستان او سیمه کې د د ترهګرو ګواښونه جدي ګڼي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سرپرست حکومت تېرو درېوو کلونو کې په وار وار ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د هېڅ هېواد پر وړاندې ګوښ شتون نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام