Asset 1SWN

اسلامي امارت ټولو ولایتونو کې د راستنېدونکو لپاره ښارګوټي جوړوي

WhatsApp Image 2025-04-13 at 11.55.14 AM

د کور او ښارجوړنې وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي پرانیستې مراسمو ته ویلي، په ټولو ولایتونو کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټي په نظر کې نیول شوي چې د ژوند ټولې اسانتیاوې به ولري.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني هم وویل، دغه وزارت د ټولو ولایتونو لپاره د ښارګوټو نقشې ترتیب کړي چې د ډېرو هغو یې سروې او خط اچونه ترسره شوې.

د ده په وینا، د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې ګړندۍ کړي، څو د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو په چوکاټ کې ځمکې تشخیص، سروې، انتقال او د یو منظم پلان له مخې یې ووېشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر تېره ورځ یوه خبرپاڼه کې وویلو د بهسودو ولسوالي اړوند «قاسم‌اباد» سیمه کې یې نویو بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ښارګوټی پرانیسته.

خپرپاڼه کې راغلي چې دغه ښارګوټي کې به هرې راستنېدونکې کورنۍ ته په وړیا ډول یوه نمره ځمکه ورکړل شي.

دغه ښارګوټی ۳ زره جریبه مساحت لري او له ۴ زره د زیاتو کډوالو کورنیو د ځایولو ظرفیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام