Asset 1SWN

کابل کې د ایران دایمي نندارتون او سوداګریز مرکز پرانېستل شو

Iran-Embassy-q3288u2frl0oxfm6uruu0p2pdos3gwah8z7dd5ozns

د ایران سفارت نن یکشنبه د کب ۱۴مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل کې یې د دغه هېواد دایمي نندارتون او سوداګریز مرکز پرانیستلی دی.

د ایران سفارت ویلي، دغه مرکز یې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه جوړ کړی دی. سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه همداراز لیکلي چې یاد سوداګریز مرکز به افغاني سوداګرو ته د ایراني محصولاتو او توکو د پېژندنې ځای وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال کابل کې د ایران سفارت ویلي: «افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د یوه بنسټیز ګام په توګه کابل کې د ایران سوداګریز مرکز او دایمي نندارتون پرانیستل شو. دا مرکز به د افغان سوداګرو لپاره یو ځای وي چې ځانونه له ایراني توکو او تولیداتو سره اشنا کړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري. دغه هېواد واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته هم افغانستان کې خپلو ډيپلوماټیکو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام