Asset 1SWN

ایران د اسراییل په مختلفو سیمو تازه بریدونه کړي

ایران اسراییل بریدونه

د راپورونو پر اساس، له تېرې شپې راهیسې د اسراییل په بېلا بېلو سیمو د ایران توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.

دغو بریدونو کې د اسراییل دننه د یو شمېر ودانیو د ویجاړېدو خبرونه هم ورکړل شوي.

ویل شوي چې ۳۸ کسان تر خاورو لاندې دي او د ژغورنې عملیات یې روان دي.

اخوا پر ایران د اسراییل تازه بریدونو کې یو ځل بیا تهران کې مهم اهداف نښه شوي، خو د مرګژوبلې راپور یې نه دی ورکړل شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


داسې ښکاري چې له دریو ورځو هوایي او توغندیزو بریدونو وروسته د اسراییل او ایران ترمنځ پوځي نښته په یوې جګړې بدله شوې ده.

ورته وخت کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران سپاه پاسداران د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په مرسته یې د اسراییل د نفت او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي.

سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې که اسراییل پر ایران بریدونو ته دوام ورکړي، له پراخو عملیاتو سره به مخ شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام