د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل کې نن پنجشنبه، اپرېل لسمه رویال چلنجرز بنګلور له ډیلي کپېټلز سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام د هند د بنګلور په «اېم چېناسوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
دواړه لوبډلې په شپږ شپږ امتیازونو د جدول په دویم او درېیم ځای کې شتون لري.
ډیلي لوبډلې تراوسه په دغه لیګ کې درې لوبې کړي چې درې واړه یې، ګټلي او د جدول دویم ځای یې، خپل کړی دی.
رویال چلنجرز بنګلور بیا د جدول درېیم ځای دی او له کړیو څلور سیالیو څخه یې، درې ګټلی او یوه یې، بایللې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې بنګلور لوبډلې برلاسې ښکاري او څلورو سیالیو کې یې، بریا خپله کړې ده. ډیلي لوبډلې یوازې یوه لوبه کې بنګلور مات کړی دی.
د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې ګجرات ټایټنز لوبډلې په یوې په زړه پورې لوبه کې راجستان رویلز ته د ۵۹ منډو په توپیر ماته ورکړه.
ګجرات چې افغان لوبغاړي هم پهکې لوبېږي، په پنځو سیالیو په اتو امتیازونو د جدول په سر کې شتون لري.