Asset 1SWN

د جرمونو نړیوالې محکمې حکم؛ مجاهد: اوتې بوتې دي

ذبیح‌الله مجاهد 33

د سرپرست حکومت ویاند د جرمونو نړيوالې محکمې د حکم په غبرګون کې هغه اعلانات او اوتې بوتې بللي دي.

د جرمونو نړيوالې محکمې تېره ورځ د اسلامي امارت د مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده او د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه کړې ده.

ذبېح‌الله مجاهد تېره ورځ (سه‌شنبه، سرطان ۱۷) د جرمونو نړیوالې محکمې له دغې غوښتنې وروسته، پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې په دغه نوم کومه محکمه نه پېژني.

هغه ليکلي: «په داسې حال کې چې غزه کې د اسراییل صهیونیست رژیم او د بهرنیو ملاتړو له لوري یې د جرمونو نړۍوالې محکمې تر سترګو لاندې نسل وژنه روانه ده او هره ورځ سلګونه ښځې او ماشومان له کوم دلیل پرته وژل کیږي، د بشري حقونو او نړۍوالې محکمې شعارونه د شرم خبره ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي ټينګار کړی: «داسې اعلانونه او اوتې بوتې، د اسلامي امارت په کلک هوډ او شرعي موقف باندې هيڅ اغیز نشي کولای. موږ د نړیوالې جنایي محکمې په نوم او عنوان هیڅ نهاد نه پيژنو او نه ورته کوم التزام لرو.»

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې چې د اسلامي امارت رهبري او مشرانو افغانستان کې د اسلامي شریعت د سپيڅلو قوانینو په اساس بېساری عدالت حاکم کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام