Asset 1SWN

کندوز کې د ۲۴ کلبونو ترمنځ انټرکلب سیالۍ پیل شوې

کندوز۲

د کندوز کرېکټ امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د ۲۴ کلبونو ترمنځ د انټرکلب ۲۵ اووره سیالۍ پیل کړې چې ۳۷ ورځې به دوام وکړي.

دغه سیالۍ نن سه‌شنبه د زمري لسمه د کندوز مرکز او ولسوالیو د ۲۴ رسمي کلبونو ترمنځ پیل شوې چې پر څلورو ګروپونو وېشل شوي او د یوه بل پر وړاندې به سیالي وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندوز کرېکټ امریت مسوولان د یادو سیالیو د جوړېدو موخه د کرېکټ لوبغاړو لپاره مهم بولي او په وینا یې، یادو سیالیو کې هر لوبغاړي د پرمختګ زمینه برابره شي.

د کندوز کرېکټ امریت مسوول امداد‌الله شینواري سلام‌وطندار ته وویل: «دا ټورنمنټ د لوبغاړو لپاره ډېر ارزښت لري، ځکه که غواړي چې پرمختګ وکړي، نو باید له دې ځایه یې پیل کړي او تر نړیوالو لوبو ځان ورسوي. سږکال مو د یادو سیالیو د مالي ملاتړ لپاره پنځه مالي ملاتړ کوونکي هم پیدا کړي چې لوبغاړي به تمویلوي.»

په ورته مهال کندوز کې د کرېکټ کلبونو یوشمېر مسوولان او لوبغاړي دغه ولایت کې د انټرکلب سیالیو له پیل د هرکلي ترڅنګ وايي چې دغه سیالۍ به د غوره لوبغاړو په موندلو کې ګټورې تمامې شي.

کندوز کې د یوه کلب مسوول عصمت‌الله بنیاد دغه لوبې د کرېکټ لوبغاړو د پرمختګ لپاره یو ګټور ګام وباله. نوموړي وویل: «دې سیالیو کې چې ځینو له کلیو پیل کړي دا یې لومړۍ لوبې دي، که له ځانه ښه وړتیا وښيي، ولایتي لوبډلې ته دعوتېږي، که هلته ښه وځلېد د زون په کچه بلنه ورکول کېږي او ورو ورو ملي ته لاره پیدا کوي.»

بل‌خوا یو‌شمېر هغه لوبغاړي چې د انټرکلب دې سیالیو کې لوبېږي، وايي، یادو سیالیو کې به ښه وړتیا وښيي او چمتو دي چې راتلونکو سیالیو ښې لوبې وکړي.

کندوز کې د یوه کلب لوبغاړي خیرمحمد سلام‌وطندار ته وویل: «انټرکلب د هر لوبغاړي لپاره ښې لوبې دي، له همدې ځایه لوبغاړي خپلې وړتیاوې ښيي او که ښه وځلېږي، نو ولایتي لوبډلې ته به لاره پیدا کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کرېکټ بورډ له لوري هر کال د کندوز په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د کرېکټ غوره لوبغاړو د موندنې په موخه د کلبونو ترمنځ انټرکلب سیالۍ کېږي چې د کورني کرېکټ د ملا تیر هم بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام