Asset 1SWN

پر پاکستان د هند توغندیز بریدونه؛ ۸پاکستانیان وژل شوي او ۳۵ ټپیان دي

هند پاکستان برید

د هند پوځ د “سندور” په نوم عملیات پیل کړي چې پاکستان او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې یې ٩ سیمې په نښه کړي دي.

د راپورونو پر اساس، دغو توغندیو بریدونو کې تردامهاله لږ تر لږه ٨ پاکستانیان وژل شوي  او تر ۳۵ ډېر ټپیان دي.

بلخوا پاکستاني پوځ له هند څخه د “جګړې عمل” ته د قوي ځواب ورکولو ژمنه کړې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د پاکستان د «بهاول‌پور» سیمې د روغتون یوه ډاکټر اسوشیټېډ پرېس اژانس ویلي، د تېرې شپې د برید له ځایه ورته ۱۳ جسدونه ور وړل شوي دي.

اسوشیتید پرس راپور ورکړی چې له دې سره د ټولو توغندیزو بریدونو له امله د تلفاتو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

د تېرې اپرېل پر ۲۲ د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو  له برید وروسته چې هند یې پړه پر پاکستان واچوله، د دواړو اټمي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام