Asset 1SWN

د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د ا.ا له احتمالي اېستلو څخه د سرپرست حکومت هرکلی

Putin_AP-q1wmo9at0irkj2n4frkiicidqp0chh3iyhwtxyeqh4

روسیه که څه هم د هغو څو هېوادونو له ډلې یو دی چې له ا.ا سره څه‌ناڅه ښې اړیکې لري، خو تر اوسه یې سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې د دغه هېواد رسنیو ته ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د ا.ا د نوم اېستلو د احتمال په اړه ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبر ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ا.ا د روسیې د دغه اقدام تود هرکلی کړی دی. د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد د روسیې د دغه دریځ هرکلی کوي او له دغه حکومت سره د هېوادونو د تعامل پر پراخولو ټینګار کوي.

نوموړی زیاتوي: «موږ غوښتنه کوو چې نور هېوادونه هم د روسیې په شان ګامونه اوچت کړي. هغه خنډونه چې په مخ کې شته او له ا.ا سره د مثبت تعامل خنډ ګرځي، لرې دې شي.»

خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ټینګار کړی چې د ا.ا په رسمیت پېژندلو لپاره باید ځینې ننګونې حل شي.

بله‌خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دغه هېواد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ا.ا په افغانستان کې یوازینی اصلي ځواک وباله او ډاډ یې ورکړ چې د روسیې له تور نوملړ څخه به یې د نوم د اېستلو لپاره هڅې کوي.

سیاسي کارپوهان اسلام‌الدین معراج او عبدالقدیر قانت د افغانستان په اړه د روسیې د چلن په اړه وايي:

«د افغانستان په اړه د روسیې سیاست نه یوازې د نړیوالو ژمنو، بلکې د نږدې‌والي او جیوپولیټیګ ارزښت پر بنسټ هم ولاړ دی.‎»

«روسیه غواړي هغه هېوادونه چې د امریکا خلاف دي، د دوی متحد وي او له دغو هېوادونو سره خپلې اړیکې جوړې کړي. په دغو هېوادونو کې یو هم افغانستان دی.»

په همدې حال کې کارپوهان ټینګار کوي چې د نړۍ له لوري د ا.ا په رسمیت پېژندل په هېواد کې دننه ځینو اصلاحاتو ته اړتیا لري چې باید سرپرست حکومت ورته پام وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نړیوالو اړیکو کارپوه اجمل زرمتی وايي: «د ا.ا مشران دې په سیاسي جوړښت کې ځینې بنسټیز او مهم بدلونونه راولي. له تېر نه دې زده کړي چې په رسمیت نه پېژندل کېدل یې منزوي کوي او هېوادونه له دغه وضعیت نه په ګټې اخیستو پر افغانستان بېلابېلې ټاپې وهي چې نه د ا.ا او نه هم د افغانانو په ګټه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې قزاقستان تر دې مخکې اعلان کړی و چې د دغه هېواد له تور نوملړ څخه د ا.ا نوم لرې کولو ته چمتو دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام