د پکتیا یوشمېر بزګران وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال دغه ولایت کې د شولو کرکیلې ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.
دوی سلاموطندار ته وویل چې سږکال اورښتونه زیات وو چې له کبله یې کروندګرو هم د شولو کرلو ته زړه ښه کړی دی.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
د پکتیا احمدخیل، لجهمنګل، څمکني، ډنډپټان او جانیخیل هغه پنځه ولسوالي دي چې دوه فصلونه لري او د نورو ولسوالیو په پرتله هوا پهکې ګرمه او شولې پهکې کرل کېږي.
د څمکنیو ولسوالي یو بزګر مامور وایي، د نورو کښتونو په پرتله شولې ښه حاصل ورکوي او بیه یې هم لوړ وي، خو په وینا یې، د شولو له هغو تخمونو استفاده کوي چې سیمه کې یې له ډېر پخوا دود دي.
د پسرلي د غويي میاشتې په وروستیو کې د شولو بزغلی کرل کېږي او تر څلوېښتو ورځو وروسته د اوړي په لومړۍ میاشت چنګاښ کې دغه بزغلی بیا اصلي ځمکو ته لېږدول کېږي.
مامور وویل: «پټی ورته واړو بیا یې اوبه کړو له هغه وروسته بیا لرګي پهکې کش کړو بیا د شولو تخم وکرو، هغه چې یوه لوېشت شي، بیا دا نور پټي ورته شودېاره کړو بیا یې پهکې وکرو، یعنی اول بزغلی ورته وکرو، لکه د بانجانو او مرچکو لپاره چې کیږي، داسې بزغلی ورته کوو یعنی بزغلی دلته په څلوېښتو شپو کې رسیږي او بیا شولې په څلورو میاشتو کې حاصل ته رسیږي، له بزغلي ونیسه د شولو تر لو پورې پنځه میاشتې او لس ورځې وخت اخلي.»
د شولې برخې کارپوه انجینیر اصف وایي، پکتیا کې بزګران د شولو اصلاح شویو تخمونو ته لاسرسی نهلري او تراوسه د محلي دود له مخې، د شولو تخمونه کري او تر ډېره بزګران نویو تخمونو ته زړه نه ښه کوي.
نوموړي وویل: «شولې ځکه موږ نیغ په نیغه په پټي کې نهکرو چې عمده دلیلونه یې دوه دي، په زیاترو سیمو کې دویم فصل وي، یعنې غنم یا شفتله یا بل فصل اخیستی وي. د جوزا تر میاشتې پورې بیا وروسته بزګران د شولو د کرلو لپاره ترتیب نیسي، که د غبرګولي میاشت کې د شولو تخم مستقیم په ځمکو کې وکري، نو کېدای شي بیا ناوخته شي، بیا په مني کې یخني پرې راځي چې بیا د شولو فصل نه رسېوي، یو علت یې دا دی او بل دا چې کله چې شولې نیال شي او په کرونده کې یې وکرو تر څو چې په کرونده کې هغه بې کاره بوټي په کروند کې رازرغونیږي، د شولو بوټی چې د کروندي اصلي بوټی دی دا بیا لوی وي او هغه بې کاروه بوټي یې نشي لاندې کولی او د شولو بوټي پرې لویږي.»
د شولو برخې کارپوه انجینر اصف بزګرانو ته سپارښتنه کوي چې شولې باید د هغه پریم په واسطه چې خطونه کش کوي او د هر قطار ترمنځ یې فاصله ۲۵ سانتي متره وي وکري، ترڅو کښتونه یې له نارغیو خوندي شي.
ورته وخت کې د پکتیا د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، سږکال د اوبو زیاتېدو په دلیل بېلابېلو ولسوالیو کې د بزګرانو لهخوا په څه باندې ۱۵۰۰ هکتاره ځمکه شولې کرل شوي.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیر عزیزالله کریمي وویل: «له بدهمرغه به درته ووایم چې د شولو د میکانیزمې لپاره یا د نوي میتودونو لپاره نه تراوسه په پکتیا ولایت کې نه موسسو داسې همکاري کړې ده او نه هم د وزارت لخوا موږ ته داسې وسایل راکړل شوي دي چې د شولو د میکانیزې لپاره وي تر اوسه داسې هیڅ هم نشته.»
د پکتیا د کرنې رییس زیاته کړه چې یوازې ۱۴۰۰ کال کې یې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د څلور ټنه په اندازه د شولو اصلاح شوي تخمونه پر بزګرانو وېشلي، خو په وینا یې، تېرو دوو کلونو کې دوی په بزګرانو تخم نه دی وېشلی، ځکه د وزارت لهخوا دوی ته نه دی ورکړل شوی.