Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا کې تر ځمکې لاندې د اوبو ساتنې لپاره پر ځینو کښتونو محدودیت لګول شوی

201006280739170406

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې مسوولان وایي چې د یوې ګډې کمېټې له‌ لوري د دغه ولایت تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ساتنې او لوړېدو لپاره د ځینو کښتونو پر کرلو محدودیتونه لګول شوې دي.

دغه ګډه کمېټه له شپږو ریاستونو څخه جوړه شوې او کروندګرو ته به د هغو کښتونو د ډولونو د کرلو لارښوونې کوي چې لږو اوبو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رییس کریم فاتح وایي، د ځمکې لاندې اوبو د ساتنې او ترې د سالمې استفادې لپاره په هغو کښتونو محدودیتونه لګول شوي چې ډېرو اوبو ته اړتیا لري.

کریم فاتح دغه څرګندونې «چهارشنبه، مرغومې ۲۷مه» ګردېز کې له کروندګرو او  د ولسوالیو له مسوولانو سره په دې اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

هغه دې غونډه کې ویلي چې د ګردېز اړوند سیمو کې د تېرکال په پرتله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۱۵مترو ټیټه شوې او اړتیا ده، بزګران پر خپلو ځمکو هغه څه وکري چې کمو اوبو ته اړتیا لري.

نوموړي وویل چې د پکتیا د مرکز ګردېز او په ټولو ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ تر۱۲۰۰ کاریزونه او پاکو اوبو چینې وچې شوي دي.

هغه وویل: «زموږ د تخنیکي انجینیرانو د معلوماتو له مخې، سږکال پکتیا مرکز ګردېز اړوند سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه له لسو نیولې ان تر پنځلسو مترو پورې ټیټه شوې، نو موږ ولایت مقام ته وړاندېز وکړ چې ځمکې لاندې اوبو ساتنې او سالمې استفادې په پار یوه کمیټه جوه شي چې د هغو کښتونو مخه ونیول شي چې زیاتې اوبو مصرفوي.»

د پکتیا د کرنې ریاست د ترویج مدیر عزیزالله کریمي بیا وایي، د پکتیا په ګڼو ځمکو هغه څه کرل کېږي چې ډېرو اوبو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، رومي‌بانجان، پیاز او بادرنګ چې ټول د ژورو څاګانو د اوبو پر مټ اوبه کېږي او له امله یې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه هم ورسره ټيټه شوې.

نوموړي وویل: «دلته پکتیا ته له نورو ولایتونو تجاران راغلي، ځمکې یې په اجاره اخیستي، د ځمکې لاندې اوبو څخه ناوړه استفاده کوي، نو د راتلونکي نسل لپاره دا یو لوی ناورین رامنځته کوي. اوس موږ هغه نباتات چې اوبو ته کم ضرورت لري، لکه غنم، جوار، اوربشې، زیره انجه هغه مو ورته وښودل، خو کوم چې زیاتو اوبو ته اړتیا لري لکه پیاز، رومي بانجان او بادرنګ هغوی به په کمو ځمکو کري او د اوبو کولو سیستمونو مو هم ورته معرفي کړي.»

بل‌خوا بزګران هم په یادې پرېکړې خوښ دي او وايي، سیمو کې یې د وچکالي او ځمکې لاندې اوبو څخه ناوړه استفادې له امله کاریزونه وچ شوي او هم یې ژورو څاګانو اوبه کمې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د روحاني بابا ولسوالي یوه بزګر فیض‌محمد سلام‌وطندار ته وویل چې سیمه کې تر ځمکې لاندې اوبه تر ۷-۸ مترو ښکته شوي دي. هغه له سرپرست حکومت او اړوند بنسټونو غواړي چې د بندونو او کانالونو پر جوړېدو دې لا کار وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام