د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په ټانګ سیمه کې د پولیسو پر موټر د وسلهوالو برید له امله درې پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د نومبر ۱۳مه راپور ورکړی چې دغه پولیس له وسلهوالو سره په نښته کې وژل شوي او ټپیان شوې دي.
د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک «ټيټيپي» پر غاړه اخیستی دی.
په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې وسلهوالې نښتې او بریدونه زیات شوې چې له کبله یې د ملکیانو په کډون پوځيان او پولیسو ته هم مرګژوبله اړولې ده.
د روانې نومبر میاشتې په لومړیو کې هم په دغه ایالت کې د یوې چاودنې له امله د دوو پولیسو په ګډون پنځه کسان وژلي شوي و او ۲۲ نور ټپیان وو.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دغه هېواد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په یوه تازه راپور کې ویلي، د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو نهو میاشتو کې دومره امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتي چې تېرو اتو کلونو کې ورته نهو اوښتې.