Asset 1SWN

غور کې د یوې میاشتې پرمهال ۱۳۰ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي

Malnutrition and COVID-19 update

د غور روغتيايي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شري ناروغۍ پراخه شوې او یوازې د تېرې میاشتې پر مهال ۱۳۰ ناروغان ولایتي روغتون ته وروړل شوې دي.

د دوی په وینا، د غور ولایتي روغتون ته د وروړل شویو ناروغانو له ډلې یې، یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور ولایتي روغتون کې د ماشومانو د برخې متخصص محمدموسی الفت سلام‌وطندار ته وویل، د کورنیو د نه‌پوهاوي او د شري ناروغۍ ضد واکسین د نه‌تطبیق له امله، یاده ناروغۍ پراخه شوې.

د نوموړي په وینا، که څه هم دغه ولایت کې د روان کال پرمهال د شري ناروغۍ مخه نیول شوې وه، خو وروستۍ یوې میاشت کې یې لمن بیا پراخه شوې.

هغه وویل: «سږکال له بده‌مرغه چې بیا پراخه شوې. دوه کاله وړاندې د شري ناروغۍ پراخه وه چې تلفات یې هم لرل. له نېکه‌مرغه چې سږکال یې تلفات کم دي. سږکال د مړینې یوه پېښه لرو او دې میاشت کې یې لمن پراخه شوې.»

یوشمېر هغه کسان چې خپل ناروغ یې د غور ولايتي روغتون ته راوستلي دي، وايي، د یادې ناروغۍ په اړه هېڅ ډول معلومات نه‌لري او د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره يې څو ځلې روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کړې؛ خو بیا یې هم ماشومان نه‌دي روغ شوي.

د غور د چهارسدې ولسوالي اوسېدونکې زهرا وايي: «لومړی یې ناروغي کمه وه. ویل یې عادي ناروغي ده او ډاکټرانو ته مو چې وې‌وړ، درمل یې ورکړل، ومو ویل چې ښه به شي، ښه نشو بیا مو دلته راوړ.»

د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم دغه ولایت کې د شري ناروغي خپرېدل، د اندېښنې وړ بولي او وايي، د دغه ولایت د روغتیايي سکتور له همکارو بنسټونو سره په همغږۍ، د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره یوه جلا څانګه جوړه شوې.

د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالاحمد نوري وویل: «دغور عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو په ځانګړې توګه د شري ناروغۍ پوښښ لپاره چې ماشومانو کې پیدا شوي، مناسب ځای برابر کړي. د غور ولایتي روغتون کې چې کومې پېښې ثبت شوي، د امکاناتو، درملو او متخصصو له پلوه چې هلته شتون لري، تر یوه بریده تر پوښښ لاندې راغلې دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د غور روغتیايي مسوولان زیاتوي چې په ماشومانو کې زکام، ډېره تبه، د اشتها کمېدل او ټوخی د شري ناروغۍ نښې دي. د دوی په وینا، کورنۍ کولای شي چې د دې نښو په لیدلو سره خپل ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته بوځي، څو د دغې ناروغۍ د لا پراخېدو مخه ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام