Asset 1SWN

سلام وطندار

کندوز کې د یوې میاشتې پرمهال څه باندې ۵۰۰۰کسان پر ساري ناروغیو اخته شوي

۲۰۲۳۰۷۰۶_۱۱۲۱۵۸

کندوز کې روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د هوا ګرمېدو سره پر بېلابېلو ناروغیو د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

د کندوز د ساري ناروغیو او کوویډ۱۹- ۵۰بستریز روغتون سرطبیب قیام‌الدین ساپی سلام‌وطندار ته وايي چې د تودوخې زیاتېدو له امله یې تېره یوه میاشت کې څه باندې ۵۰۰۰ ناروغان بستر کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه کسان پر شري، کانګو، کوویډ۱۹ او اسهال ناروغیو باندې اخته شوي وو. هغه زیاته کړه چې دې روغتون کې د ناروغانو درملنه په وړیا توګه کېږي.

نوموړي وویل : «له هېواد‌والو غوښتنه کوو چې روغتیايي سپارښتنې دې مراعت کړي او د ناروغیو زیاتېدو یوازینی لامل د حفظ‌الصحې نه مراعتول دي. اوس ۴۳ ناروغان بستر دي چې څلور یې د کانګو او پاتې یې انتاني دي.»

په ورته مهال د کندوز د ساري ناروغیو او کوویډ۱۹- ۵۰بستریز روغتون ته راغلي یو‌شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي دغه روغتون کې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې خوښ دي.

د بغلان د دوشي ولسوالي یو اوسېدونکی بابا چې د درملنې لپاره دغه روغتون راغلی، سلام‌وطندار ته وویل: «۱۲کلنه لور مې ناروغه ده دلته راغلی یم، پر کانګو ناروغي اخته ده، درملنه یې ښه روانه ده. نهه ورځې کېږي چې دلته راغلی یم او د روغتون له خدمتونو خوښ یم. موږ بې‌وزله خلک یوو او پیسې نه‌لرو، دلته درملنه ښه کېږي.»

بل‌خوا د کندوز د عامې روغتیا ریاست سرپرست سلام‌وطندار ته وايي چې د هوا په ګرمېدو سره ساري ناروغۍ زیاتېږي چې دوی د ناروغانو د درملنې لپاره ورته ۵۰بستریز روغتون جوړ کړی دی.

نوموړي وویل: «د ګرمۍ په موسم کې د اسهالاتو، محرقې په ډول او نورې ساري ناروغۍ زیاتېږي او خلک او ماشومان پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او حفظ‌الصحه نه مراعتوي، خو الحمدالله چې حوزوي روغتون او ټولو ولسوالیو کې د اغا‌خان بنسټ له لوري د ساري ناروغانو لپاره ځانګړې څانګه جوړه شوې او د خلکو په خدمت کې ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هر کال د هوا په ګرمېدو سره کندوز کې ساري ناروغۍ خپرېږي چې له امله ګڼ‌شمېر خلک په ځانګړې توګه ماشومان پرې اخته کېږي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام