Asset 1SWN

هند کې د نړېدلي تونل له امله د ایسارو کارګرو د ژغورنې هڅې روانې دي

۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴

هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په اوتراګنډ ایالت کې په یوه نړېدلي تونل کې د ایسارو شاوخوا ۴۱ کارګرو د ژغورنې هڅې روانې دي.

دغه کارګر له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د تونل د یوه برخې د نړېدو له کبله دننه ایسار پاتې دي. چارواکي وايي، ایسار ټول کارګر خوندي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ژغورونکې ډلې وروسته له هغې خپل عملیات له سره پیلوي چې تونل کې د کیندنې پر مهال له خنډ سره مخ شول.

د ژغورنې ډلې یوه چارواکي ویلي چې د کیندنې ماشین له ستونزو سره مخ شوی او له مادیا پرادیش څخه تازه یو بل ماشین تونل ته رسولی دی.

د هند د لویو لارو او زېربناوو پراختیايي شرکت رییس انشومالک هالکو رویټرز ته ویلي: «لومړی به خراب ماشین له تونل راوباسو او نوی به ځای پر ځای کړو، دا به وخت ونیسي او زه نشم کولای چې په دې اړه تبصیره وکړم، دا یو نازک او خطرناک عملیات دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

چارواکو تراوسه په رسمي توګه نه‌دي ویلي چې د تونل دغه برخه د څه له امله نړېدلې، خو یاده سیمه د ځمک‌ښوویېدنې، زلزلې او سېلابونو سره مخ ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام