د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۸۵۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۴ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
یادې پروژې د «DRC» موسسې په مالي لګښت د غزني په مرکز او شپږو ولسوالیو کې پلې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزني والي محمدامین جان عمري وايي چې په دغو پروژو کې د اوبو زېرمې اته بندونه، څلور کانالونه او دوه استنادي دیوالونه شامل دي.
د نوموړي په وینا، ډيارسي موسسې د غزني ښار، ناوې، ګېلان، مُقر، واغظ، ګیرو او اببند ولسوالیو کې د غزني د ولاړو اوبو ریاست سره په همغږۍ پلې کړې دي.
هغه سیمې چې دغه پروژې پهکې پلې شوي، اوسېدونکي یې خوښي څرګندوني او په وینا یې، سیمو کې دې نورې پروژې هم پلې شي.
دوی زیاتوي چې یادو پروژو سره به یې سیمه کې اوبه مدیریت شي او کرنه به یې وده وکړي.
له دې وړاندې هم د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د حکومت او موسسو له لوري ورته پروژې پلې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.