د هلمند محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند بولان څېړنیز زراعتي فارم کې د شنو خونو په اړه کروندګرو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي.
د مسوولانو په وینا، دغه پوهاوی د ځینو کرنیزو توکو د ښه حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکول کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد وايي چې د بولان څېړنیز زراعتي فارم کي تر دې مهاله ۱۰ شنې خونې د بېلابېلو نباتاتو د څېړنيزې ودې او یوشمېر کروندګرو ته د عامه پوهاوي ورکړې په موخه چمتو شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دې شنوخونو کې به د سبزیجاتو له ډلې رومیان، بادرنګ، بېنډۍ او د ځینو زینتي بوټو قلمې تر څېړنې لاندې ونیول شي.
هلمند کې د کروندګرو لپاره دغه فارم داسې مهال جوړېږي چې سږکال دغه ولایت کې د وچکالي له امله ډېری کروندګرو ته په پراخه کچه مالي زیانونه اوښتني دي.