بلخ کې د مزارشریف ښاروالي له لوري دغه ښار کې په ۴۳ میلیونه افغانیو د «جمعهاثک» سړک د سفالټ چارې پیل شوې چې تر راتلونکو درېوو میاشتو به بشپړې شي.
د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وايي چې یاد سړک ۱۲۵۰ مټره اوږدوالی او ۲۵ مټره پلنوالی لري چې ټول لګښت یې د یادې ښاروالي لهخوا ورکول کېږي.
هغې وویل: «خلکو څو ځله غوښتنه وکړه چې دغه سړک باید سفالټ شي، ځکه وضعیت یې خراب دی، موږ هم اقدام وکړ او تر راتلونکو درېوو میاشتو به یې د سفالټ چارې بشپړې شي.»
د یادې سیمې اوسېدونکي وايي چې د دغه سړک په سفالټ سره به یې ډېرې ستونزې حل او ژمي کې به له ننګونو پرته تګراتګ وکولای شي.
د دې سیمې یوه اوسېدونکي عزیزالله سلاموطندار ته وویل: «دا سړک خراب و، ژمي او اوړو کې په ستونزو کې وو. اوړي کې د خاورو او ژمي کې د خټکو له لاسه. ښه شو چې کار یې پیل شو.»
د مزارشریف ښاروالي په وینا، دوی د روان کال پر مهال هڅه کوي چې مزارشریف ښار کې د ۲۰ رغنیزو پروژو چارې له خپلې بودیجې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپاري.