د لبنان حزبالله ډلې اعلان کړی چې پر اسراییلي ځواکونویې د یاد هېواد په سوېل کې برید کړی دی.
د دغې ډلې په وینا، ځواکونو یې، د راکټونو یو لړ بریدونه د اسراییلي پوځ پر هغه ځای کړي چې پولې ته نږدې په مارونالراس ښارګوټي کې د ټپیانو د لېږد لپاره د چورلکې د کوزېدو لنډمهالی میدان (landing pad) جوړ شوی و.
حزبالله ویلي چې دا برید د شپې په ۱:۱۰ بجو شوی او دا د نن ورځې پنځم برید دی چې دوی کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر اوسه د اسراییلو لهخوا د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نهدی ورکړل شوی او خپلواکې سرچینې هم د برید د پایلو په اړه کره معلومات نهدي خپاره کړي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د لبنان او اسراییلو ترمنځ پولې ته نږدې په سیمو کې تاوتریخوالی زیات شوی او د دواړو خواوو ترمنځ وخت ناوخت نښتې روانې دي.