د هلمند یوشمېر اوسېدونکي لښکرګاه ښار څخه څلورو ولسوالیو ناوې، ګرمسېر، خانشین او بهرامچې ته د غځېدلي شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره سړک له خرابوالي شکایت کوي.
د دغې لارې یوشمېر مسافر سلاموطندار ته وايي، پر دغه خامه او ویجاړ سړک د یوه نابلده موټرچلوونکي تګ له ژوند سره لوبې کول دي او ډېری وخت د هغوی د ورک کېدو لامل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د ګرمسېر ولسوالي له «بنادر» سیمې بیا تر بهراچې ولسوالي پورې تازه لګول شوي شپني څراغونه له موټرچلوونکو او مسافرو سره د لارې په پیدا کولو کې تر یو بریده مرسته کوي.
د یادې لویې لارې یوه مسافر عبدالغني وویل: «دا ډېره خطرناکه لار ده ، دا پايې یو ښه کار ترسره شوی، خو باید دا لاره جوړه شي. دلته موټروانان ورکیږي او همیشه ورک دي. دې لاري موږ سخته اړیتا لرو.»
د دې لویې لارې یوه بل مسافر عبدالباري وویل چې پر یاده لاره هره ورځ کسان ورکېږي چې په وینا یې، ځینو به خپل ژوند هم له لاسه ورکړ. «چې پايې نه وې هر ورځ به درې- څلور کسان ورک وو، ان ځینې به مړه شول، ځینې بېرته ژوندي وژغورل شول، زموږ له حکومت څخه دا غوښتنه ده چي دا زموږ لاره راته جوړه کړي.»
د لویو باروړونکو موټرو چلونکي هم د دغې لارې له خرابوالي شکایت کوي او وايي، د ساعتونو مزل یې شپو او ورځو ته اوږدیږي او ډېری وخت یې وسایط بېلابېل تخنیکي عوارض پیدا کوي.
موټرچلوونکي خداینظر وویل: «شپې مې پر لاره کړي. دوي شپې، درې شپې ان اووه اته شپې مې هم پر لاره کړي دي. بیا لښکرګاه څخه یو شی راته راځي، خو فاصله ډیره د ډوډۍ او اوبو له ستونزو سره هم کله کله مخ شو چي موټر خراب شي.»
د هلمند ځايي مسوولان که څه هم د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې د ګرمسېر ولسوالي له «بنادر» سیمې تر بهرامچې ولسوالي پورې دغه لاره کې د موټرچلوونکو او مسافرو ورکېدو په دلیل د درېوو کسانو د مړینې پخلی کوي، خو وايي چې د دغې لارې جوړولو په تړاو یې تازه هڅې پیل کړي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض وویل سلاموطندار ته وویل «دمشرتابه د محترم مقام او ډ تولګټو چارو د وزارت سره دا خبره شریکه شوې، دا رښتیا هم یوه ولسي ستونزه ده، خو امیده شته چي دا لاره جوړه شي. که اساسي ډول نه وي، همداسې به ورغول شي، خو په راتلونکي يې د اساسي جوړښت په پلان کې دی.»
که څه هم کوم د هلمند مرکز لښکرګاه ښار څخه ناوې، ګرمسیر، خانشین او بهرامچې ولسوالیو ته غځیدلي خامه او ویجاړ سړک کې د موټرچلوونکو او مسافرینو ورک کېدو په دلیل د مړو شویو کسانو کره ارقامو ته لاسرسی نشته، خو د راپورونو پر بنسټ، د دې لارې په اوږدو کې د ورکېدو له امله یوشمېر مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.