د پوهنې وزارت سرپرست حبیبالله اغا وايي چې هېواد کې د پوهنې وضعیت اندېښمنونکی دی او دیني او عصري زدهکړې د کیفیت له پلوه کمزورې دي.
نوموړي دغه څرګندونې نن «چهارشنبه، سلواغې څلورمه» کابل کې د «تحصیلي بنسټونو د ښهوالي» تر نوم لاندې جوړه شوي دوه ورځنی کنفرانس کې وکړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه دغه کنفرانس کې د هېواد د تعليمي وضعيت پر ښهوالي د ټينګار ترڅنګ وویل چې تر شپږم ټولګي ښوونیز نصاب بشپړ شوی او تر هغه پورته ټولګیو د تعليمي نصاب د بدلون لپاره کار روان دى.
نوموړي وویل: «موږ په دواړو برخو، دیني او عصري زدهکړو کې کمزورتیا وې احساسوو او په تکرار یې وایو چې زموږ د معلوماتو له مخې، هېواد کې هم عصري او دیني زدهکړې کمزورې دي.»
د پوهنې وزارت سرپرست وايي، دغه وزارت د ا.ا له واکمنۍ وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۹۷۲ ښوونځیو لپاره پر معیاري ډول ودانۍ جوړې کړې دي.
بلخوا د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، په دې کنفرانس کې د کورنیو څېړونکو چې د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان هم پهکې شامل دي، ۱۸۲ مقالې ترتیب کړې چې پهکې د ښوونیز او تحصیلي نظام ستونزې په ګوته شوې او د حل لارې یې هم ښودل شوي دي.
د دغه وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وايي، پوهنې وزارت هېواد کې د علمي بنسټونو اساس دی او په وینا یې، باید ښهوالي ته یې پام وشي. «ټول نظام مکلفیت لري چې د یاد وزارت ستونزو ته پام وکړي او د وضعیت ښهوالي لپاره یې ګامونه واخلي.»
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د ا.ا بهرنۍ پالیسي په اقتصاد پورې تړلې او سرپرست حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت هڅه کوي هېواد کې د ښوونیز نظام ستونزې هوارې کړي.
نوموړي وویل: «موږ او تاسو باید له دې وروسته کار وکړو چې ښوونیز او تحصیلي نظام په نړیواله کچه جوړ کړو، څو یو معیاري ښوونیز نظام ولرو.»
ملګروملتونو په ۲۰۱۸ کال کې د یاد سازمان د عمومي غونډې پر مهال د جنورۍ میاشتې ۲۴مه نېټه د زدهکړې نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.