Asset 1SWN

سلام وطندار

حقاني: داسې نظام باید وچلوو چې د ولس ملاتړ خپل کړو

سراج الدین حقانی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، اوسنی حکومت باید د خپلې حکومتولۍ چارې داسې سمبال کړي چې له مخې یې، د ولس ملاتړ ترلاسه کړي.

سراج‌الدین حقاني دغه څرګندونې پنج‌شنبه کب درېیمه خوست کې د مرکزي دارالایتام څخه له دیني زده‌کړو څځه د یو‌شمېر زده‌کوونکو د فراغت‌غونډې ته کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه حکومتي مسوولانو ته په خطاب کې وویل چې داسې حکومت دې وکړي چې ولس اوسنی حکومت خپل وګڼي او په وینا یې، که حکومت سره د ولس ملاتړ وي، شته امنیت او ارامي به پایښت لرونکې وي.

حقاني وويل: «موږ بايد داسې نظام وچلوو چې د ولس حمايت خپل کړو، ما هغه بله ورځ هم يوه غونډه کې وويل چې موږ د دې ملت خلک يوو، نن چې دا ملت زما سره وي، دا نن چې په څلور دېرش ولايتونو کې ارامي وينم، همداسې به ارامي وي.»
د کورنيو چارو سرپرست سراج‌الدین حقاني همداراز زیاته کړه چې ا.ا د شريعت په رڼا کې د خپلو شهيدانو د يتيمانو پالنه او روزنه کوي، په هماغه ډول د تېر حکومت د ټولو يتيمانو پالنه او روزنه خپل مسووليت بولي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه همداراز وویل چې ا.ا ټولو انساني حقونو ته ژمن دی او په وینا یې، نړيوالو افغانستان کې د بې‌ګناه خلکو په وژنو تېرو شلو کلونو کې ثابته کړې چې انساني حقونو ته درناوی نه‌لري او تر پښو لاندې کړي یې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام