Asset 1SWN

سلام وطندار

حنفي: امریکا د جمهوریت، ازادي او ټاکنو په نوم خلک ګمراه کول

khalid hanafi

د ام.ر.ب.الم.ع.روف وزارت سرپرست خ.الد حنفي وايي چې د تېرو شلو کلونو پر مهال امریکا د بشرحقونو او ازادیو په نوم هڅه کوله چې خلک ګمراه کړي.

نوموړي چې خوست کې د یوې دیني مدرسې د زده‌کوونکو فراغت‌غونډې ته وینا کوله وویل، د امریکا په مشري ناټو او نورو هېوادونو افغانستان کې د جمهوریت، ازادي، ټاکنو او په نورو نومونو خلک ګمراه کول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «امريکا٫ ناټو او ټولې کفري نړۍ ملا تړلې وه چې افغان ملت ګمراه کړي او په منکراتو کې يې اخته کړي، د جمهوريت، ازادي، انتخاباتو او نورو شيانو په نوم باندې، ځينې کسانو رسنيو له لارې تبليغات کول او زموږ پتمنې خويندې يې بې‌پته کولې، بې‌حجابه کولې يې، خو ا.ا د هغو خويندو په سر د عزت پړوني کېښودل.»

د خوست د «جامعه منبع الجهاد مدرسې» څخه فارغو شویو ته دغه فراغت‌غونډه «یکشنبه، سلواغې اتمه نیول شوې وه چې د سرپرست حکومت یو‌شمېر لوړپوړو چارواکو په‌کې ګډونه کړی وو.

د رييس‌الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر دې فراغت‌غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ا.ا چا ته اجازه نه‌ورکوي چې قومي او سمتي اختلافاتو ته لمن ووهي او په وینا یې، اوسني سرپرست حکومت کې ټول قومونه شریک دي.

هغه زیاته کړه چې هېواد کې د شوروي اتحاد پر وړاندې له جهاد وروسته بشپړ اهداف ترلاسه نه‌شول چې هغه د بشپړ اسلامي نظام حاکميت و. «د اشغال له خاتمې نه وروسته يو سوچه اسلامي نظام چې د جهاد دويم هدف دی، هغه په افغانستان کې په بشپړه مانا په څلور ديرش ولايتونو او ټولو ولسواليو حاکميت لري.»

د ا.ا یوه لوړپوړی چارواکي انس حقاني دې مراسمو ته خپلې وینا کې غږ وکړ چې د پخوانیو تېروتنو له امله باید هېواد کې څوک ونه‌ځورول شي او چا ته پېغور ورنه‌کړل شي.

د نوموړي په وینا، د خلکو له ځورونې دې ډډه وشي او د اسلامي شریعت په رڼا کې دې ورته اسانتیاوې رامنځته شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

انس حقاني د یادې مدرسې له تازه فارغو شویو غوښتنه وکړه چې د دندې د لټون او څوکیو پر ځای دې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام