پخوانی ولسمشر حامد کرزی د نجونو او هلکانو لپاره د علم زدهکړه، د هېواد د پرمختګ، قوت، ځان بسیاینې او باعزته ژوندانه لپاره حیاتي بولي.
هغه نن چهارشنبه د حمل ۵ / مارچ ۲۵ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د نوي تعلیمي کال د پیل هرکلی کوي او د ښوونځي زنګ د نویو هیلو د غوړېدو غږ بولي.
حامد کرزي ټینګار کړی چې له تعلیمه د نجونو محرومېدل او د ښځو پر کار بندیز ورځ تر بلې ولس لا ډیرې ناتوانۍ سره مخ کولی شي او د دې حالت دوام به د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره نه جبرانېدونکی زیان راپیښ کړي.
هغه غوښتنه کړې چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونو پرانیستل شي او ښځو ته د کار او په ټولنه کې د فعاله ونډې زمینه برابره شي، څو هېواد د پرمختګ پر لار روان شي.
پخواني ولسمشر یوار بیا د نوي تعلیمي کال مبارکي ورکړې او له ټولو زدهکوونکو یې غوښتي چې له هرې ممکنې لارې د علم زدهکړه وکړي او ځانونه عالي علمي درجو ته ورسوي.