Asset 1SWN

حماس ډلې له اېلن ماسک غوښتنه کړې چې غزې ته سفر وکړي

Tesla CEO Elon Musk speaks before unveiling the Model Y at the company's design studio Thursday, March 14, 2019, in Hawthorne, Calif. The Model Y may be Tesla's most important product yet as it attempts to expand into the mainstream and generate enough cash to repay massive debts that threaten to topple the Palo Alto, California, company. (AP Photo/Jae C. Hong)

د فلسطین حماس ډلې د نړۍ له میلیارډر اېلن ماسک څخه غوښتنه کړې چې غزې تړانګې ته سفر وکړي او د اسراییلو له‌خوا د فلسطیني وګړو «وژنه او ویجاړي» له نږدې وګوري.

د حماس لوړپوړي چارواکي اسامه حمدان «سه‌شنبه، نومبر ۲۸مه» لبنان کې د یوې غونډې پر مهال ماسک ته بلنه ورکړه چې غزې ته سفر وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اېکس پیغام رسونې پلټفارم او ټسلا موټر جوړولو کمپنۍ مالک او د نړۍ میلیارډر اېلن ماسک تازه اسراییلو ته تللی او هغه سیمه یې له نږدې لیدلې چې حماس ډلې د اکتوبر په اوومه پرې برید کړی و.

ماسک له یادې سیمې د لیدنې پر مهال ژمنه کړې چې نوموړی به د کرکې خپرېدو مخنیوي لپاره هر هغه څه وکړي چې د ده په توان کې وي.

حمدان له ماسک غوښتي چې فلسطین ته ورشي او یو پراخ لیدلوری دې ترلاسه کړي. هغه بیروت کې یوې خبري ناستې ته وویل: «موږ هغه ته بلنه ورکوو چې د غزې د خلکو قتل عام دې وګوري، د اعتبار او اعتراض له معیارونو سره سم.»

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، اسراییلو د تېرو ۵۰ ورځو پر مهال پر غزې ۴۰زره ټُنه چاودېدونکي توکي غورځولې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اېلن ماسک له دې امله له نیوکو سره مخ دی چې د نوموړي اېکس پیغام رسونې پلټفارم کې د یهودیانو ضد څرګندونې کېږي او نوموړي یې په اړه څه نه‌‌دي کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام