د «هالو ټرسټ» د ماین پاکۍ موسسې ویلي، افغانستان د نړۍ په سطحه په ناچاودو توکو ککړ هېواد دی او په کې ۶.۴ میلیون کسان د ماینونو له خطر سره مخ دي.
د ماین پاکۍ دغې موسسې تېره ورځ (سهشنبه، جوزا ۲۰) پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي.
د دې ادارې په خبره، افغانستان له اوکراین وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات له ناچاودو توکو ډک دی.
دغې موسسې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان سره د ماین پاکۍ برخه کې همکارۍ وکړي.
د هالو ټرسټ ادارې زیاته کړې چې افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له امله د ځمکنیو ماینونو ګواښونه لا هم د زرګونو افغانانو ژوند ګواښوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې د ماین پاکۍ ادارې د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستمخېل د حمل ۲۶ کابل کې د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې نمانځ غونډې ته ویلي وو، لا هم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع ځمکه په ماینونو پوښلې ده چې باید پاکاري شي.
خو هغه ویلي وو چې تېر کال یې هېواد کې ۱۰۳ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او چاودو توکو پاکه کړې.
هغه ټینګار کړی وو چې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرام څخه باید له سیاسي موضوعاتو پرته، د نړیوالې ټولنې له خوا ملاتړ وشي.
د ده په وینا، تېر کال د هېواد په سطحه د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو کې ۶۱۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.