د حماس یو لوړپوړي چارواکي محمود مرداوي د الجزیرې خبري شبکې سره خبرو کې د اسراییل له لوري د غزې د نیولو لپاره هر ډول طرحه رد کړه.
ښاغلي مرداوي ویلي، د ګواښ او یا د فلسطینیانو د ټولوژنې له لارې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه به د اسراییلو هر ډول هڅې له ماتې سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړې چې حماس به له اسراییلو سره یوازې هغه هوکړه ومني چې بشپړ اوربند او له غزې څخه د ټولو اسراییلي سرتېرو وتلو ته لاره هواره وي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا داسې مهال دی چې د اسراییل امنیتي کابینې د غزې د بشپړ نیولو طرحه تائید کړې.
ورته مهال د اسراييل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ویلي، پرېکړه یې کړې چې غزه کې قوي عملیات ترسره کړي، ترڅو حماس له منځه یوسي او دا به یرغمل شویو له ازادۍ سره مرسته وکړي.



