Asset 1SWN

پر غزې بریدونه؛ ۵۴ کسان وژل شوي او نتانیاهو د فشار زیاتولو امر کړی

غزه

د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی او تېرې ورځې راهیسې یې لږ تر لږه ۵۴ فلسطینیان وژلي دي.

دغو بریدونو کې ګڼ شمېر کسان ټپي شوي هم دي.

دې سره، د اسراییل پوځ ویلي چې غزه کې د نښتو پرمهال یې ۶ سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې.

الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې تېره ورځ د غزې شمال کې یې یو ۳۵کلن سرتېری وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپور پر اساس، د دریو ټپیانو وضعیت هم نازک ښوول شوی دی.

ورته مهال، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، وروسته له هغه چې حماس د اسراییل د بل لنډمهاله اوربند وړاندیز رد کړ، په غزه کې به جګړه سخته کړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام