زما نوم محمدامید حبیبي هروي دی، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو له پوهنځي فارغ یم. که څه هم په دې وروستیو کې له مصنوعي ځیرکتیا د ځوانانو کارونه ډېره شوې او ځوانان یې ډېر کاروي، خو ما له پیله له مصنوعي ځیرکتیا سره په احتیاط چلند کاوه.
کله ناکله به مې ملګرو ته هم توصیه کوله چې مصنوعي ځیرکتیا کارونه کې له احتیاط کار واخلي او خدای مه کړه له کومې جدي ستونزې سره مخ نهشي.
له مصنوعي ځیرکتیا سره زما بلدتیا هم له شک سره مل وه چې لاهم روانه ده.
له ډېرې مودې مې یوازې د نورو له خولې اورېدل چې ګواکې د مصنوعي ځیرکتیا داسې پیاوړی پلټفارم جوړ شوی چې د هر ډول پوښتنې ځواب درکولی شي. په لومړي پړاو کې دا ټکنالوژي په وتسپ کې ډېره مشهوره شوه او خلکو ورته د یوې نوې وسیلې په سترګه کتل.
زه که څه هم له دې ټکنالوژۍ سره لېواله وم، خو همدارنګه مې پراخې اندېښنې هم لرلې. ډېری پوښتنې مې بې ځوابه وې او د کنجکاوي احساس مې ورځ تر بلې ډېرېده. همدا لامل شو چې بلاخره ما هم پرېکړه وکړه او مصنوعي ځیرکتیا د وتسپ له لارې وازمایم.
په رښتیا، هغه شکونه او وېره چې په پیل کې مې لرله، اوس هم په بشپړ ډول نهدي ورک شوي. لاهم هڅه کوم ډېر احتیاط وکړم، ځکه باور لرم چې ټکنالوژي څومره ګټه لري، هماغومره د احتیاط غوښتنه هم کوي. خو یوه خبره روښانه شوه: ځینې وختونه یوازې کنجکاوي پخپله یو انسان دې ته اړ باسي چې نوي لارې وازمايي.
منفي لیدلوری او مثبته تجربه
په لومړیو کې مې د مصنوعي ځیرکتیا کارولو ته منفي لید درلود. فکر مې کاوه چې هره کلمه او هره جمله چې په دې پلټفارم کې داخل کړم، شخصي معلومات او جزییات مې ممکن په لاس کې د هغو شرکتونو ولویږي چې دا ټکنالوژي یې رامنځته کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رښتیا هم، دا اندېښنه مې څه ناڅه سمه وه. راپورونه ښيي چې شرکتونه کولای شي د کاروونکو له مصنوعي ځیرکتیا سره خبرې ثبت کړي، بیا یې بیاوکاروي یا حتا د حکومتونو سره شریک کړي.
ځینې وختونه اندېښنې مې لا پراخېدې. ځان سره مې فکر کاوه چې ښايي معلومات مې د موبایل یا شخصي وسایلو له لارې بهر ته لاړ شي او د ناسمې کارونې یا سواستفاده لپاره وکارول شي.
خو سره له دې ټولو شکونو، د مصنوعي ځیرکتیا سره لومړنۍ تجربه مې مثبتې پایلې هم راوړې. دا ټکنالوژي کولای شي پوښتنو ته دقیق ځوابونه ورکړي او د زدهکړې یا کارونو لپاره ګټوره وي. په دې توګه، زه هم د احتیاط په ساتلو سره د دې نوې ټکنالوژۍ ګټې هم تجربه کوم.
کله مې چې ولیدل چې خویندې او ورونه مې څومره په پراخه کچه مصنوعي ځیرکتیا کاروي او څومره په چټکۍ او دقت سره ورته ځوابونه ترلاسه کېږي، زما منفي لید ورو ورو کم شو. بالاخره په خپله مې هم پرېکړه وکړه چې د دې ټکنالوژۍ کارول وازمایم.
لومړی ځل چې خپل پوښتنې مې وړاندې کړې، واقعاً حیران شوم. د ځوابونو چټکتیا، دقت او هغه معلومات چې وړاندې کول یې ممکن وو، د پام وړ او هیجانانګیز وو. هماغه وخت د ډېرو اندېښنو لویه برخه لهمنځه لاړه او زموږ د خبرو دوام پیل شو.
ما یوه کلیدي او مهمه پوښتنه له مصنوعي ځیرکتیا سره شریکه کړه او ځوابونه یې ډېر جذاب او معلوماتي وو. اوس زه کله ناکله د رنګارنګ تختو یا د نقاشۍ لپاره نظرونه او لارښوونې له دې ټکنالوژۍ اخلم چې واقعاً فوقالعاده دي.
دې تجربې ما ته وښودله چې هوښیار او متوازن کارول یې د ځوانانو د استعداد د ودې لپاره ډېر ګټور کیدای شي. البته، په کارولو کې باید تل احتیاط او توازن مراعت شي.