Asset 1SWN

کندهار کې د تازه مېوو سوداګر د پاکستان له لوړې ګمرکي تعرفې شکایت کوي

انگور-کندهار-qrq43kr47oui85hqemvj1vl03x5ft6j3my89w177ns

کندهار کې د تازه مېوو یوشمېر سوداګر وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر تازه مېوې د تعرفې لوړولو سوداګرو او ولسي وګړو ته مالي زیانونه اړولي دي.

د هغوی په وینا، پاکستان د تازه مېوو پر یوه موټر ګمرکي تعرفه له ۳۰۰زرو ۷۰۰زرو ته لوړه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وايي، دواړه هیوادونه باید ژر تر ژره دې ستونزې ته حل لاره پیدا کړي، څو د تازه مېوو افغان سوداګر او په کور دننه بڼوال له مالي زیانونو وژغورل شي.

د تازه مېوې سوداګر نصیب‌الله خپلواک  سلام‌وطندار ته وویل: «پاکستان محصول لوړ کړ، ما خپل پاکستان ته تازه مېوه بارول، اول پر چهار هزار مازدا ۳۰۰زره پاکستانۍ کلدارې غوښتلې، یو دم يې ۷۰۰زره کړلې»

یوه بل سوداګر ظاهر جان  هم وايي: «همدا اوس حال کې پاکستان زموږ پر انګورو او انارو ډېر درانه ټیکسونه غواړي، همدا زموږ تجارت دی، موږ ته يې ډېر لوی زیان کړی، موږ تجاران له دواړو هېوادونو غواړو چې دا مسله راته حل کړي.»

بل‌خوا ته کندهار کې یوشمېر بڼوال هم د افغانستان په تازه مېوې د پاکستان له لوړې لوړه ګمرکي تعرفې اندېښنه ښيي او وايي، دې مسلې کندهار کې حاصل ته رسېدنې بڼوالي ننګولې.

د کندهار مېوند ولسوالي کې بڼوال عبدالکریم سلام‌وطندار ته وویل، کومو باغونو چې پخوا یو میلیون افغانۍ عاید کاوه، ښايي سږکال ۵۰۰زره هم پوره نه‌ کړي.

هغه وویل: «زموږ باغونه سږکال بارانونو هم یو څه زیانمن کړل، سوداګر يې هم دحاصلاتو پير ته زړه نه ښه کوي، ځکه وايې دپاکستان حکومت ټیکسونه لوړ کړي، پخوا چي یو باغ لس لکه جوړولې سږ کال پنځه نه جوړوي»

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، د افغانستان په تازه مېوې د پاکستان د ټکس راکمولو په موخه د دواړو هېوادونو چارواکو خبرې کړي او تمه ده چې ژر به دغه ستونزه حل شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بنا سلام‌وطندار ته وویل: «پر تازه مېوه باندې ټیکسونه لس فیصده او شل فیصده نه‌دي، څو چند لوړ شوي دي. موږ اوس هم په  خبرواترو بوخت یوو، موږ  دلته یو ناسته لرل پدې ناسته کي د کندهار سیمه ایزو مسؤلینو ترڅنګ د پاکستان کونسل او ځیني نورو پاکستاني استازو ګډون درلود، تمه لرو چي دغه ستونزه ژره حل کړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کندهار کې سوداګر او بڼوال داسې حال کې  د افغانستان پر تازه میوو د پاکستان لوړې ګمرکي تعرفې څخه شکایت کوي چې پاکستان تر دې وړاندې هم د افغانستان د تازه میوو حاصل ته رسیدو موسم کې  له ورته تګلارې کار اخیستی  دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام