Asset 1SWN

د پکتیکا ارګون کې د لومړي ځل لپاره د برښنايي پېژندپاڼو څانګه پرانېستل شوه

برښنايي پېژڼدپاڼه

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ارګون ولسوالي کی د لومړي  ځل لپاره د برښنايي پېژندپاڼو یوه څانګه پرانېستل شوه چې د یاد ولایت د نهو ولسواليو اوسېدونکو ته به هم په‌کې پېژندپاڼې ووېشل شي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس امين حذيفه سلام‌وطندار ته وايي، د برښنايي پېژندپاڼو د وېش دغه مرکز یې له دې امله ارګون ولسوالي کې جوړ کړی چې نفوس یې ډېر او نورې ولسوالي هم ورته نږدې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د دې مرکز په جوړېدو سره به یادې او ورڅېرمه ولسوالیو کې د برښنايي پېژندپاڼو اړوند ستونزې هوارې شي.
هغه زیاته کړه چې  پخوا به د يادو ولسواليو خلک اړ و چې د برښنايي پېژندپاڼو اخیستلو لپاره مرکز ښرنې ته په ساعتونو مزل وکړي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس امين حذيفه وویل چې دغه مرکز ۳۱ کسان تشکیل لري چې ۲۸ نارینه او درې یې ښځې دي چې د ټولې اړینې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتيکا ولايتي ادارې مسوولان ژمنه کوي چې د ولسونو ستونزو ته د رسېدنې لپاره تر خپله توانه هڅې کوي او په وینا یې، شته ستونزې به یې هوارې کؤي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام