د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري په څرخ ولسوالي کې پر سلګونه بېوزله او اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نائبخېل سلاموطندار ته وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري څرخ ولسوالي کې پر ۷۵۰ بېوزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نائبخېل زیاته کړه، په مرسته شویو توکو کې ۵۰ کېلو ګرامه اوړه، ۱۰ کېلو ګرامه غوړي، ۶کیلو ګرامه دال، ۳کیلو ګرامه د ماشومانو سوپر سرېلاک او همدارنګه ۳۰ فاکټه د ماشومانو ځانګړي فلمپي خواړه شامل دي.
څرخ ولسوالي کې اړې او بېوزله کورنۍ هم خوښې دې چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري ورسره د خوراکي توکو مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې شوې مرستې په دوامداره توګه په اړو او بېوزله کورنیو ووېشل شي.
له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د یوشمېر بنسټونو له لوري پر اړمنو او بېوزله کورنیو خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشل شوې دي.