Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ او پکتیکا کې پر ۴۶۶۰ بې‌‌وزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

IMG-20240203-WA0012

د پکتیکا او میدان‌وردګ ولایتونو په یو‌شمېر ولسوالیو کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په ټولییزه توګه پر ۴۶۶۰ بې‌وزله کورنیو خوراکي توکي وېشل شوې دي.

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام/WPF له لوري د دغه ولایت په نرخ ولسوالي کې یې ۲۵۰۰بې‌وزله کورنیو ته خوراکي توکي ورکړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰کېلو ګرامه اوړه، ۵لېټره غوړي، ۶کېلو ګرامه دال او د ماشومانو ځانګړي خواړه شامل دي.

بل‌خوا نن شنبه سلواغې ۱۴مه د پکتیکا په یوشمېر ولسوالیو کې هم پر شاوخوا ۲۱۶۰ اړمنیو کورنیو باندې خوراکې توکي وېشل شوې دي.

د یاد ولايت وياند امين‌الله منديزی وايي چې دغه مرستې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې، د خوړو نړویوال پروګرام(WFP)  په مالي لګښت او د (ORD)  موسسې په همکاري شوې دي.

دغه مرستې د پکتیکا جانخیل، شخیل‌اباد او زېړوک ولسواليو کې پر ۲۱۶۰ کورنیو وېشل شوي. په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰کیلو اوړه، پنځه لیټره غوړي او پنځه کیلو دال شامل دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یادو ولایتونو کې هغه کسان چې مرستې یې ترلاسه کړي، خوښي څرګندوي او له مسوولانو غواړي چې راتلونکې کې هم ورسره مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام