د هلمند ځايي مسوولان وايي، مرکز لښکرګاه او ۱۳ ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۳۴۴ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او سلګونه بزګران او مالداران زیانمن شوي.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض سلاموطندار ته ویلي، اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې ژر تر ژره د زیانونو کره ارزونه وکړي او د مرستو د برابرولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
هغه وویل، ورښتونو او سېلابونو کې سلګونه څاروي هم له منځه تللي.
په همدې حال کې، زیانمن شوي بزګران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
عبدالرحمن چې د مارجې ولسوالۍ یو بزګر دی وایي: «زموږ ټول فصلونه اوبو یووړل، اوس نه د خوړو څه لرو او نه د بیا کرنې وس لرو.»
له نوزاد ولسوالۍ څخه بزګر محمد ولي خپله اندېښنه داسې څرګندوي: «که ژر مرسته ونه شي، موږ به له کلي کډه کولو ته اړ شو، ځکه نور څه نه دي پاتې هر څه مو له منځه ولاړل.»
د چاپریال برخې کارپوهان بیا ټینګار کوي چې هلمند هر کال له ورته طبیعي پېښو سره مخ کېږي او اړتیا ده چې د اوبو مدیریت او د سیلابونو د مخنیوي لپاره بنسټیز اقدامات وشي.
د کرنې چارو کې کارپوه انجینر احمد شاه وايي:
«تر هغه چې د باراني اوبو د مهار لپاره منظم بندونه، کانالونه او محافظتي سیستمونه جوړ نه شي، دا ډول زیانونه به هر کال تکرارېږي.»
که څه هم چارواکي د مرستو او راتلونکو اقداماتو ژمنه کوي، خو د بزګرانو اندېښنې ښيي چې بېړنۍ مرستې او اوږدمهاله حللارې دواړه حیاتي اړتیا ده، څو د خلکو ژوند بېرته عادي حالت ته راوګرځي.