Asset 1SWN

بدخشان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

بدخشان سېلابونه

د بدخشان امنیې قومنداني تېره ورځ (پنجشنبه، وري ۲۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له وړمې ورځې راهیسې مرکز فیض‌اباد ښار، کشم، تګاب، شهربزرګ، مایمي، راغ‌، فتل او جرم ولسوالیو کې د سېلابونو راوتو په دلیل د سیمې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې تازه مورد کې د فیض‌اباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د اوسېدو څو کورونه نړېدلي دي.

د یادونې ده چې کشم ولسوالي کې سېلابونو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې، باغونه، د اوبو رسولو شبکې او پلونه یې هم وران کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سېلاب‌ځپلې کورنۍ هم له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړې چې ژر تر ژره د سېلاب‌ځپلیو کورنیو سروې وکړي، ترڅو له زیانمو شویو کورینو سره مرستې وشي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد یوشمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو په دلیل، هېوادوالو ته د سر او مالي درانه زیانونه اوښتي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام